د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير تېره (پنجشنبه، د غويي شپږمه) د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي او سفیر ښاغلي سید حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي سید حسن کاظمي قمي وویل، پدې وروستیو کې کابل ته د بهرنیو پلاوو ډېر تګ راتګ په سیاسي ډګر کې د اسلامي امارت د پرمختګ او له نړۍ سره د ښه تعامل معنی لري.
ښاغلي قومي، د اوبو د مدیریت، روغتیا، اقتصاد، لوړو زدکړو او چاپیریال ساتنې په برخو کې د خپل هيواد د همکارۍ ډاډ ورکړ وې ویل، هېواد یې چمتو دی چې د مسلکي زدکړو په برخه کې د افغان ځوانانو په روزنه کې همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او سفیر زیاته کړه، د چابهار بندر فعالیت افغانستان او ایران ته ښه فرصتونه رامنځ ته کولای شي؛ خو ځینې لوري هڅه کوي چې د تهران او کابل اړیکې ترینګلي کړي.
نوموړي وویل، د افغان او ایراني علماوو ګډې ناستې د دواړو لوریو ترمنځ لا ښې همکارۍ ته زمینه برابرولی شي.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په سیمه کې د اسرائیلو صهيونیستي رژیم له بریدونو او یرغل څخه په نیوکې وویل، اسلامي امارت په سیمه کې د کړکیچ د پراختیا طرفدار نه دی او د حل یوازینۍ لاره له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل دي.
محترم مولوي عبد الکبیر زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د ایران اسلامي جمهوریت سره د ښو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو غوښتونکی دی او د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د دغه هېواد مننه کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال غوښتنه وکړه، چې د کډوالو په اجباري اخراج کې دې ګاونډي هېوادونه له صبر او زغم څخه کار واخلي او د ایران په اسلامي جمهوریت کې دې د افغان کډوالو ستونزو ته رسیدګي وشي.
محترم مولوي عبدالکبير له ایراني پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. دغه راز يې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره د سیمې د ثبات او پراختیا لپاره ګډ کار ته ژمن دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، زموږ دریځ له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په فضا کې د ښو اړیکو درلودل او د تعامل پراختیا ده، خو د سیمې هېوادونه دې هم د سیمه ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.#