د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د فاریاب ولایت د ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو له یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د محترم حاجي عجب ګل او محترم عبدالشکور یاور د نورو په استازولۍ په خپلو خبرو کې په هیواد کې د اسلامي امارت نظام پر دوباره استقرار، د سرتاسري امنیت پرتامین او د اسلامي امارت د سیمه ییزو مسوولینو پر نېک چلند او فعالتونو خوښي څرګنده کړه.
دوی وویل، سیمه ییز مسوولین ولسونو ته د خدمت په برخه کې ناغېړي نه کوي، همدا لامل دی چې ولسونه یې هم له چارو راضي دي. یادو مشرانو د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه د ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو د مواصلاتي سړکونو جوړولو ته د جدي پاملرنې غوښتنه هم وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ګرزیوان او پشتونکوټ ولسوالیو د مجاهد پروره ولسونو سرښندنې، مېړانه او زحمتونه وستایل او له اسلامي امارت څخه یې د دوی د ملاتړ قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د افغان ولسونو د ستونزو او ننګونو د حل په موخه هراړخیزه هڅې کوي او د یادو ولسوالیو د مواصلاتي سړکونو د جوړولو په برخه کې به هم خپلې هر راز هڅې درېغ نکړي.