د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د کابینې یو شمېر محترمو غړو او د کندهار، زابل او هلمند ځايي مسؤلینو په حضور کې پرون په کندهار، زابل او هلمند کې د برېښنا د درې لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دغو مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، دا پروژې د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو او د زیربنا پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي، چې په مرسته به یې د کجکي بند برېښنا په بشپړ ډول کندهار ته ولېږدول شي او له امله به یې کورونه روښانه او صنعت وده وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت په کور دننه له موجوده سرچینو د برېښنا د تولید لپاره جدي هڅې کوي، په همدې موخه یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره په بېلابېلو ولایتونو کې له لمر، باد او ګازو څخه د ۲۵۰ میګاواټو په ظرفیت د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک کړي دي.
په يادو مراسمو کې ټولو مسؤلينو د برېښنا د کورني تولید پر پراختیا، د برېښنا نېمګړو پروژو پر بشپړولو، صنعتي، سوداګریزو او کرنیزو برخو ته د اړتیا وړ برېښنا په رسولو ټينګار وکړ.
په یادو پروژو کې د زابل مرکز قلات سبسټېشن او د کندهار ختیځ سبسټېشن د پاتې چارو بشپړول او همداراز له کجکي برېښنا تولیدي فابریکې څخه د کندهار ختیځ سبسټېشن پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.
پر ذکر شویو پروژو نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن او ډېری هېوادوالو ته به کاري فرصتونه ایجاد کړي. همدا راز په بشپړېدو سره به یې د کجکي برېښنا تولیدي فابریکې ټوله برېښنا په اساسي ډول جذب او صنعتي، سوداګريزو او کرنیزو سکټورونو ته د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.#