د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ د احمدزیو قوم له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د ریاست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس یادو مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، لله الحمد اوس زموږ ولسونه د ډامن امنیت په فضاء کې په ټول هیواد کې هوسا ژوند لري او ورځنۍ چارې یې په درست ډول جریان لري.
هغه زیاته کړه، موږ د امکان تر حده هڅه کوو چې د هیواد په هره برخه کې د افغانستان د ټولو ولسونو ستونزو ته رسیدګي وکړو.
وروسته ډاکټر ولي خان تمیم او قاري سردارولي د نورو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، خوښ یو چې په هیواد کې اسلامي نظام حاکم شوی، موږ باید د الله تعالی شکر اداء کړو.
دوی دغه راز له اسلامي امارت څخه د خپل ملاتړ پر څرګندولو وویل، د خوښۍ ځای دی چې موږ خپلې ستونزې او غوښتنې له تاسې سره شریکوو. هر وزارت، ولایت، ولسوالي او قومنداني ته چې مراجعه کوو ټول متعهد او مصلح کسان دي؛ موږ د اسلامي امارت له مشرانو غواړو د ازرې ولسوالۍ ته چې یوه لېرې پرته ولسوالۍ ده، رسیدګي وکړي.
یادو ویناوالو د سړکونو د بیا رغاولو، د څښاک د پاکو اوبو برابرولو، د سېلابونو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو جوړولو، د موسسو د مرستو راجلبولو او یادې ولسوالۍ ته د لازیاتې پاملرنې په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر له عمومي رئیس سره شریک کړل.
ورپسې د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع اسلامي امارت سره د یادو قومي مشرانو له همکارۍ په مننې وویل، په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام د استقرار لپاره چې د ټولو ستر هدف وو، بې شمېره قربانۍ ورکړې او اوس الحمد لله اسلامي نظام حاکم شوی دی.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، اسلامي نظام د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی چې ساتنه او پالنه یې لا زیاتو هڅو او قربانیو ته اړتیا لري، خلک باید له اسلامي امارت سره لا ډیر همکار واوسي.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس زیاته کړه، په اسلامي امارت کې تبعیض ته ځای نشته، د هیواد په هره برخه کې که زموږ مظلوم ولسونه ستونزې ولري، د ستونزو د حل په برخه کې به یې لازمې هڅې وکړو.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د دې په بیانولو سره چې اسلامي امارت د خلکو غږ اوري او د خلکو او سیمه ییزو ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټينګار کوي وویل، ستاسې ستونزې او وړاندیزونه به د حل په موخه د اسلامي امارت اړوندو مشرانو او ادارو سره شریک شي