د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمد حسن اخند په لارښوونه د یوه پلاوي په مشرۍ د بامیان ولایت شیبر ولسوالۍ او د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ تر منځ په غزیدلې سړک د موټرو د تګ راتګ او په دې مسیر کې د مسافرو د ستونزو حل په موخه، بامیان او بغلان ولایتونو ته سفر وکړ.
محترم ډاکتر صاحب د چهارشنبې په ورځ بامیان ته له رسېدو سره سم د بامیان ولایت شیبر ولسوالۍ ته نژدې د غوربند له دوه لارې سیمې څخه بیا د بغلان ولایت تر دوشي ولسوالۍ پورې د غزیدلې لارې کتنه او ارزونه وکړه او پر دې لاره یې د موجودو ستونزو د حل او مسافرو ته د لا زياتو اسانتیاوو برابرولو په موخه د بامیان ولایت له محترم والي صاحب سره هم وکتل.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې له غوربند دوه لارې بیا د بغلان ولایت تر تاله او برفک سیمې پورې به د بامیان ولایت ټولګټو چارو ریاست مربوط ټول وسائل او تجهیزات اماده کېږي او د اړتیا پر مهال به په یاده لاره کې د ستونزو او مشکلاتو د رفع کولو لپاره عاجل اقدام کېږي.
محترم ډاکټر صاحب د خپل سفر په لړ کې، د پنجشنبې په ورځ بغلان ته ولاړ او هلته یې د بغلان ولایت له محترم والي صاحب، د هغه له مرستیال، امنیه قومندان او تولګټو چارو ریاست له رئیس سره وکتل.
په دې لیدنو کې پرېکړه وشوه، چې د بغلان اړخ ته د سالنګونو اړوند ټول وسائل او د فوائد عامې ریاست مربوط ټول تجهیزات او وسائل به د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست په همکارۍ له دوشي ولسوالۍ څخه بیا د بامیان ولایت تر سرحد پورې په مشخص ځای کې اماده کېږي، ترڅو د ضرورت پر مهال په دې لاره کې د مسافرو او موټر چلونکو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي او خنډونه او مشکلات له منځه یوسي.
د يادونې وړ ده، چې د بامیان - دوشي پر سړک وروسته له هغه ترافيکي ازدحام زیات او مسافر له ستونزو سره مخ شول، چې د اسلامي امارت له لوري په اساسي ډول د جوړېدو په موخه سالنګ لويه لار په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ وتړل شوه او دا مهال مسافرين د بامیان - دوشي له لارې تګ راتګ کوي او د رياست الوزرا مقام له لوري دغه پلاوی مسافرينو ته د همدې ستونزو د حل په موخه د اسانتياوو برابرولو په لټه کې دی.