د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي له مرستيال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي له مرستيال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د رياست الوزرا اداري مرستيال ښاغلي پوتزل ته د ښه راغلاست ترڅنګ نوموړي ته په نوي ماموريت کې د برياليتوب هيلې ترڅنګ وويل: داچې تاسو په افغانستان کې کافي تجربه لرئ، کولای شئ په ټولو برخو کې د افغان ملت ښه همکار واوسئ.

د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل وويل، يو ځل بيا په افغانستان کې د خپل ماموريت پر پيلېدو خوښ يم او داچې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان کلک ملاتړی دی هيله لرم د دې هيواد خلکو ته اغېزناک خدمتونه وړاندې کړای شم.

نوموړي په افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله په رامنځته شويو مالي او ځاني زيانونو ژوره خواشيني وښوده وې ويل، ملګري ملتونه هڅه کوي د بشري مرستو او نورو اړوندو بشري فعاليتونو له لارې د افغانانو د درد او ځور کمولو لپاره ممد واقع شي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي په بشري او نورو برخو کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاريو مننه وکړه وې ويل، اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سره هر ډول همکارو ته چمتو دی او په افغانستان کې د ثبات، اقتصادي وضعيت ښه والي او له خلکو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د دې سازمان د هر ډول همکاريو هرکلی کوي.