د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزرا محترم ملا محمدحسن اخند د نېکمرغه لوی اختر لمونځ نن سهار د ارګ په جامع جومات کې ادا کړ.
د نېکمرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې چې پر رئيس الوزرا سربېره د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې محترمو غړیو او د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر نورو ملکي او نظامي مقاماتو ګډون درلود، د لمانځه له ادا کولو وروسته له یوبل سره د اختر مبارکي وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت محترم رئيس الوزرا ټولو افغانانو ته د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ ویلو پرمهال، په هیواد کې وروستیو زلزلې او سېلاب ځپلو ته د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل او شهیدانو ته یې د فردوس جنت هیله وکړه.
همدارنګه محترم ملا محمدحسن اخند د افغانستان اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او د خدای تعالی په دربار کې یې دعا وکړه چې بیت الله شریف ته د تللیو افغانانو حج قبول کړي او د خلکو خوښي دومداره وګرځوي.
هغه څرګنده کړه، که موږ او تاسې یو بل ته لاسونه ورکړو، د مسلمانانو اقتصاد او ژوند ښه کېږي او د کارموندنې زمینه زیاتېږي، اما متاسفانه چې اوس هم زموږ پر هیواد بندیزونه ادامه لري او زموږ هیوادوال یې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ کړي دي.
محترم رئيس الوزرا پر مخالفینو غږ وکړ چې له مخالفت لاس واخلي او د اسلامي امارت له عمومي بښنې ګټه واخلي.نوموړي هغوی ته په خطاب کې وویل، اوس اسلام او شریعت حاکم دی، نو پرېږدئ چې خلک د اسلامي نظام په سیوري کې په امن فضا او ارامي کې ژوند وکړي.
محترم ملا محمدحسن اخند هغوی ته په خطاب کې چې په رسنیو کې نفاق ته لمن وهي او کرکه خوروي وویل، موږ صبر او زغم لرو، خو بېځایه او غیرمشروع نیوکه له سالم انتقاد سره چې د اصلاح لامل کېږي، تفاوت لري، بنا له بېځایه نیوکې څخه چې د فساد، بې اتفاقۍ او کرکې لامل کېږي، باید ډډه وشي.
هغه وویل، اوازې دي چې اسلامي امارت د بشرحقونه نه مراعتوي، داسې نه ده. موږ د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بشر حقونه مراعتوو او ورته پابند یوو.
د افغانستان د اسلامي امارت رئيس الوزرا د خپلو خبرو په پای کې له ټولو وغوښتل چې له منکراتو ځان وساتي او د خدای تعالی د بندګۍ په لاره کې په خلوص کوښښ وکړي.