د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ د چارو د همغږۍ او ښه والي د چټکتیا په موخه ګډه اداري غونډه نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست مرستیالانو، د ریاست الوزرا د مرستیالانو د دفتر عمومي رئیسانو، د دې ادارو بېلابېلو رئیسانو او مسوولینو هم حضور درلود، محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د مخکېنیو غونډو پایلې مثبتې وارزولې او وې ویل، د بېلابېلو ادارو ترمنځ تفاهم او همغږي زیاته شوې او هیله من یم د ورورۍ، تفاهم او د مرستو شریکولو فضا لا زیاته شي.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر عمومي رئیس زیاته کړه، موږ په دنیا او اخرت کې د خپلو کړنو ځواب ویونکي یوو، پر دې بنا باید خپلو مسوولیتونو ته ښه پام او د ستونزو د حل لپاره اړوندو مسوولینو ته مراجعه وکړو.
وروسته د ریاست الوزرا اداري معاونیت د دفتر رئیس مولوي عبدالخلیل روحاني او د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکرالله ذاکر او یو شمېر نورو مسوولینو د خدماتو او حفظ و مراقبت په برخه کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس سره شریک کړل.
په دې غونډه کې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر د بشري سرچینو رئیس مولوي محمد داوود محمدي د ظرفیت لوړولو، د مکافاتو او مجازاتو اصولو د تطبیق او د اهلیت، لیاقت او شخصیت لرونکو کسانو د تقرر په اړه د اړوندو ادارو د استخدام کمېټو د همغږي په اړه خپل وړاندیزونه وکړل او وې ویل، موږ باید داسې ادارې جوړې کړو چې ټولو امارتي ادارو ته الګو وي.
په همدې ترتیب د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی ریاست د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي محمد هاشم شهید ورور د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د اوامرو پر اطاعت ټینګار وکړ وې ویل، مامورین دې په اسلامي درسونو کې خپل حضور او دوام ته توجه وکړي.
همداراز د یادې غونډې د اجنډا مطابق په ازادو بحثونو کې د امارتي ادارو مسؤلینو په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات، توضیحات، وړاندیزونه او معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.#