د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن غرمه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس او استازو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس الحاج شېرباز کمین زاده د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال فابریکې ملي شتمنۍ وبللې او له صنایعو او کانونو څخه د اسلامي امارت د مشرتابه او مسوولینو د ملاتړ قدرداني یې وکړه. همدارنګه یې د یادې خونې د فعالیتونو په اړه هراړخیز معلومات شریک کړل.
نوموړي وویل، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د بېلابېلو تولیداتو له لارې په کور دننه د هیوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې. هغه زیاته کړه د د صنایعو او کانونو خونه د پرمختګ په لور استوار ګامونه اخلي، د برېښنا او ځمکو په برخه کې د شته ستونزو له حل سره به یې وده لا زیاته او چټکه شي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس همدارنګه د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس ته د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون او له نږدې څخه د یادې خونې د بېلابېلو تولیداتو د لیدنې بلنه ورکړه.
ورپسې د کابل د صنایعو او کانونو خونې لومړي مرستیال حاجي ظریف ګل ځدراڼ له صنعت او صنعتکارانو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ مننه وکړه او ولایتونو ته د صنفي جوازونو د ورکړې او په صنعتي پارکونو کې قباله لرونکو فابریکو ته د کانکرېټي هنګرونو د جوړولو په اړه یې خپل وړاندیزونه هم مطرح کړل.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال صنعت او تجارت لازم او ملزوم وبلل او وې ویل، تر فتحې وروسته په هیواد کې د اوسپنې فابریکې په لیدو زیات خوشاله شوم. هغه زیاته کړه، فابریکې د بېلابېلو تولیداتو ترڅنګ هیوادوالو ته د کاري زمینو د برابرولو له پلوه هم ډېرې ګټورې دي. هرات ولایت ته د درې ورځني سفر پرمهال هلته د ګڼو فابریکو لیدو د خوښۍ احساس راکړ.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت مشرتابه او مسئولین د هیواد هراړخیزې ابادۍ او پرمختګ ته ډېر مخلص او متوجه دي او په دې برخه کې خپل وس نه درېغوي. تاجران، پانګوال، صنعتکاران او ټول هیوادوال باید په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکار شي.