د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړيوال نندارتون په پرانيست غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د پرانیستې په دغو مراسمو کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یاد نندارتون جوړول وستایل وې ویل، اسلامي امارت له هرې ممکنه لارې د کورني صنعت او تولیداتو له ودې ملاتړ کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اوس په هیواد کې امنیت او ثبات تأمین دی او د پانګونې لپاره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې اغېزناک فعالیتونه دوام لري، هیله لرو چې د سویلي او مرکزي اسیا د اتصال په نقطه به د افغانستان په بدلېدو سره زموږ هیواد بې سابقې اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، پر افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته د بېلابېلو انکشافي پروژو عملي کولو په برخه کې لازم اقدامات شوي دي، چې د انرژۍ او اوبو، کلیو پراختیا او بیا رغاونې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو له لورې په تېرو دوو کلونو کې تر ۳۴۰ زیاتو چک ډیمونو جوړول، د حلقوي او عمومي سړکونو ترمیم او څو نورې سترې او کوچنۍ پروژې یې ښې بېلګې دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په راتلونکي یو، یو نیم کال کې به د هیواد له شمال څخه ۵۰۰ کیلو ولټ مزی له کابل سره وصل شي د دې پروژې په بریالیتوب سره به ټول هغه ولایتونه چې د یاد مزي د غځېدو په مسیر کې واقع دي تر څلوروېشت ساعته برېښنا برخمن شي، دا به د هیواد د داخلي تولیداتو او صنایعو په برخه کې مهم ګام وي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له کورنیو تولیداتو او صنعتکارنو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ډاډ ورکړ وې ویل، که کورني تولیدات ۵ سلنه لوړ شي په مقابل کې یې ۵ سلنه واردات کمېږي او کله چې د داخلي تولیداتو له اړخه پر ځان بسیا شو نو بهرنیو هیوادونو ته به مو د سوداګریزو توکو د صادراتو کچه لوړه شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، هغه افغان پانګوال او سوداګر که وغواړي له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته خپلې فابریکې راولېږدوي تر پنځو کلونو به له هر ډول مالیاتو معاف او د هیواد په صنعتي پارکونو کې به ځمکه ورکړل شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت په هیواد کې د هر ډول پانګونې هرکلی کوي، سوداګرو او پانګوالو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.#