په زابل کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیستل شو

په زابل کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د زابل والي محترم ملا شېرمحمد شریف او د یاد ولایت نورو سیمه ییزو مسئولینو یې ملتیا کوله، په زابل ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانیست. 

دا ښارګوټی چې په ۴۳۲۱ جریبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی، د کور او ښار جوړولو وزارت له ماسټر پلان سره سم ډیزاین کړی، د اوسېدونکو لپاره ټولې اسانتیاوې په کې په پام کې نیول شوې دي، 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د پرانیستې پر مهال مستحقو کډوالو ته د یاد ښارګوټي وېش پیل کړ او د زابل ولایت هغو کډوالو ته چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له لوري مستحق وپېژندل شي، وېشل کېږي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یاد ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت کډوالو ته په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په اړوندو سیمو کې د استوګنې برابرولو لپاره خپلې هڅې نه درېغوي.  

د یادونې ده چې د دې سفر په جریان کې د مهاجرینو لپاره په زابل کې د شیخ متي بابا ښارګوټي د اول فاز د چارو د چټکتیا او تعقیب په موخه هم کتنه وشوه.