د رياست الوزراء اداري مرستيال پکتيکا ولايت کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانيست

د رياست الوزراء اداري مرستيال پکتيکا ولايت کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی پرانيست

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن په پکتیکا ولايت کې ستنو شويو کډوالو لپاره د استوګنې نوی ښارګوټی پرانيست. 

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا مرستيال والي، علماوو، مشرانو او يو شمېر نورو ځايي مسؤلينو هم حضور درلود. 

مولوي عبدالسلام حنفي وويل، د اشغالګرو لخوا د هيواد د اشغال پر مهال ډېری افغانانو له دين څخه د دفاع او د ځان او مال ساتنې په موخه مختلفو هيوادونو ته هجرت وکړ او اوسمهال زموږ دغه هيوادوال په جبري ډول د ګاونډيو او نورو هيوادونو لخوا اخراج کيږي، خو د کډوالو ستونزو ته د رسيدګي عالي کمېسيون له لوري ورته د خوراکي توکو، اوبو، لنډمهالی مېشتېدنې، روغتيايي، تعليمي او ترانسپورټي اسانتیاوې برابريږي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ګاونډيو او نورو هيوادونو لخوا په غير اصولي ډول د افغان کډوالو د اخراج پروسې په تړاو وويل، د اسلامي امارت رهبري او مسؤلين په ټولو امکاناتو هڅه کوي، ترڅو په جبر اخراج کېدونکو افغان کډوالو ته غوره خدمتونه وړاندې شي، چې هغوی وتوانېږي په خوښۍ او ارامۍ په کور دننه ابرومندانه ژوند ولري. 

د يادونې وړ ده، چې په درې نيم زره جريبه ځمکه دغه ښارګوټی د استوګنې ۱۶۵۲ نومرې لري او د ټولو امکاناتو په لرلو سره د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې جوړېږي. همداراز هغو کډوالو ته چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسيدګي عالي کمېسيون لخوا به مستحق وپېژندل شي، د يوې شفافې پروسې له لارې توزیع شي.#