د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یوویشتمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ پرون ترسره شوه.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو په کې بحث او پرېکړې وشوې.
په غونډه کې د لاس پلورونکو د تنظیم طرحه تائید او د څلوېښت فیصده فیس په تخفیف د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تائید وړ وګڼل شوه.
همدا راز د اقتصادي زونونو د ارزونې کمیټې راپور هم تائید شو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلې چارې له مربوطه ارګانونو سره په همغږۍ ترتیب او پرمخ یوسي.
د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او پرېکړو وروسته د خیر په دعاء پای ته ورسېده.#