په سرپل کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

په سرپل کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې ښارګوټی پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د سرپل مرستیال والي محترم مولوي خال محمد حقانی او د هغه ولایت نورو علماوو، مشایخو، متنفذینو او سیمه ییزو مسؤلینو هم حضور درلود، نن ماسپښین د سرپل ولایت په سیداباد ولسوالي کې راستنېدونکو کډوالو ته چې په اجباري توګه رااېستل شوي، یو زر دوه سوه او اووه څلوېښت جریبه مساحت لرونکی ښارګوټی پرانیست.

دا ښارګوټی چې ټول ښاري امکانات په کې په پام کې نیول شوي، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دې ښارګوټی د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت مشران او مسؤلین له ځنډ پرته کوښښ کوي چې راستنېدونکو هیوادوالو ته د هوساینې او ارامي زمینه برابره او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره بېلابېلو کمېټو ته دنده سپارلې چې د اړتیا وړ خدمات لکه د څښاک اوبه، خواړه، په کمپونو کې موقت مسکن، اصلي ځایونو ته د مهاجرینو لېږد په ښه توګه ترسره کړي.