ارزګان کې د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیستل شوه

ارزګان کې د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیستل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیسته. 

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته وویل، له پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې دا ډول پروژې نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان مقاومت زیاتوي، بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.

 د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، افغانستان له پخوا راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او د عوایدو زیات رقم د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې واردېدونکې برېښنا له یوه لوري قیمته او له بل لوري پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي. له همدې امله له کورنیو سرچینو په غوره ګټې اخیستنې سره د برېښنا تولید دا ډول پروژې کولی شي، په تدریجي توګه پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه راکمه او ځان بسیاینې ته یې ورسوي.

 د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې وویل، د برېښنا تولید دا ډول پروژې ارزانه سرچینې دي، د مضرو ګازونو د تولید مخه نیسي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د برېښنا په برخه کې ثبات او پایداري رامنځته کوي، په هېواد کې د پانګونې مقدار، تولیدي ظرفیت او د استخدام کچه لوړوي، د اسعارو د وتلو مخه نیسي او د هېواد له اقتصادي ودې سره پام وړ مرسته کوي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د نړیوال اقلیمي بدلون له وجې افغانستان ته د ورپېښو زیانونو په اړه وویل، افغانستان د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه لري؛ خو له بده‌ مرغه د نړۍ په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو له اقلیمي تاثیراتو څخه متضرر شوی. په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته د پاکې انرژۍ د تولید ډېری پروژې د نړیوالو سازمانونو له لوري بندې شوې، خو د اسلامي امارت له لوری یې یوشمېر بیا پیل او پرانیستل شوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ پر ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو د یو ګډ مسؤلیت له مخې غږ وکړ، چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري ترسره او د نړیوالو سازمانونو له لوري متوقف شوې پروژې له سره پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې دغه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۴۵۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.#