د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن په پکتیا ولایت کې د مراسمو په لړ کې راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې نوی ښارګوټی پرانيست.
د رياست الوزراء اداري مرستيال په داسې حال کې چې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري معین، د پکتیا والي او د دې ولایت نورو سیمه ییزو مسؤلينو یې ملتیا کوله، د دارالقرار په نوم نوی ښارګوټی پرانیست.
دغه ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت، ۸۹۰ د استوګنې نمرې، ټول امکانات او لومړنۍ اړتیاوې لکه جوماتونه، ښوونځي، پارکونه، روغتیایي کلینیکونه، مارکېټونه او د څښاک اوبو سیستم لري. له هغې جملې ۱۰۰ نمرې د سرې میاشتې موسسې او ځینې به د قطر هیواد د اهل خیر خویندو په همکارۍ جوړې شي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې ښارګوټي د پرانيستې مراسمو کې د قطر هیواد د سرې میاشتې بشردوستانه همکارۍ څخه په مننې وويل، ټول افغان مهاجرین د اشغال په وخت کې د دین او خپلو ملي نوامیسو د دفاع په خاطر ګاونډیو هیوادونو ته هجرت وکړ او اوس چې زموږ دا هیوادوال په اجباري توګه له ګاونډیو او نورو هیوادونو څخه رااېستل کېږي، پر موږ لازمه ده څه مو چې په وس کې دي، هغوی ته د رسیدګي لپاره یې وکاروو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون جوړېدو او فعالیتونو ته په اشارې څرګنده کړه، د اسلامي امارت رهبري او مسئولین له ځنډ پرته کوښښ کوي چې راستېدونکو کډوالو ته غوره خدمات برابر شي، ترڅو هغوی په ابرومندانه توګه او له کومې ستونزې پرته په خپل هیواد کې ژوند وکړي.