د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د کوربهتوب او منځګړیتوب له امله د ترکیې جمهوریت او قطر دولت له وروڼو هېوادونو یوځل بیا مننه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت استازي د مشرتابه په ځانګړي هدایت، په ښه نیت او صلاحیت سره له پاکستاني لوري سره استانبول کې دوه ورځې پر لهپسې (د نومبر ۶مه او ۷مه) په دې هیله ګډون وکړ چې دا ځل به پاکستانی اړخ له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسؤولیتپذیرۍ او رغنده نیت د ستونزې د اساسي حل لپاره جدي وي او له واقعبینانه او قابل عمل غوښتنو سره به خبرو ته وړاندې شي.
متأسفانه چې پاکستاني لوري د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسؤولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی نه ښود.
د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسؤولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو.
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په خپل اصولي دریځ ټینګار کوي، چې هیچاته به اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر خلاف استفاده وکړي او نه به بل هیواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي.
د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او د افغانستان اسلامي امارت ورته نېک نیت او د امن هیله لري او د خپل مسؤولیت او وړتیاوو په حدودو کې به همکاري ورسره کوي.
د افغانستان د ولس او خاوري دفاع د افغانستان اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده او د هر تجاوز پر وړاندې به د الله تعالی په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي. ان شاءالله تعالی
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۷/۵/۱۷ھ ق
۱۴۰۴/۸/۱۷ھ ش - 2025/11/8م