د ولسوالیو د حدودو د تثبیت، برابروالي او د اړوندو نقشو د توحید په اړه د ګومارل شوي پلاوي غونډه نن ماسپښین د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د پلاوي د محترمو غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د ښاری سیمو، ولسوالیو او کلیو د سرشمېرنې، د حدودو د ټاکلو، نقشو او د ډیجیټلي کادستري سروې په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
د دې غونډې په پای کې په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه د لا زیات دقت په موخه کمېټې ته دنده وسپارل شوه.