د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د یوشمېر روسي شرکتونو له مسوولینو سره وکتل.
د روسي شرکتونو مسوولینو وویل، چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت، جست، مسو او کرومایټ ډبرو د اکتشاف او استخراج، اوبو مدیریت، برېښنا تولید او تخنیکي ماشین الاتو د تولید په برخو کې پانګونه وکړي او د اړوندو ادارو له مسوولینو سره د ژر همغږۍ رامنځته کولو په موخه په کابل کې خپل دفتر پرانیزي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په مختلفو برخو کې د روسي شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.