د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په د هېواد له سیاسي شخصیت محترم ګل الرحمن قاضي سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې ناسته کې ښاغلي ګل الرحمن قاضي خپلې مشورې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له محترم سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له نوموړي څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو وطندوسته شخصیتونو طرحو او مشورو ته ارزښت ورکوي. هغه زياته کړه، ټول سیاسي شخصیتونه او هېوادوال دې خپل هېواد ته راستانه شي.
محترم مولوي عبدالکبیر په ټینګار وویل، ټول افغانان د هېواد دابادۍ په اړه مسئول دي او باید موږ ټول خپل مسؤولیت ادا کړو.