د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې ټاکل شويو پلاويو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل. 

وروسته د لوړو زده کړو وزارت او امنيتي ارګانونو پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. 

په پای کې، د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې د اړوندې موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټې ته دنده وسپارل شوه.#