د رياست الوزراء اداري مرستیال د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان رئیس سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستیال د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان رئیس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان رئیس ښاغلي امان بای اورینبایف او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.  

په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د ازبکستان جمهوریت سفیر ښاغلي آی‌بک عثمانوف هم حضور درلود، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان او ازبکستان لرغوني دیني، تاریخي، فرهنګي او اجتماعي روابط او مشترکات لري چې باید لا پراخ او پیاوړي شي.    

نوموړي زیاته کړه، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، محترم رئیس الوزراء، د وزیرانو شورا غړي او د اسلامي امارت نور مشران تل له ټولو ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان سره دوستانه او د ورورګلوۍ اړیکې غواړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په افغانستان کې د پانګونې ښو فرصتونو او د همکارۍ مثبتې روحیې ته په اشارې وویل، د سرتاسري امنیت ټینګښت او سوداګرو او پانګوالو ته نورې رامنځته شوې اسانتیاوې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د لازیاتې پراختیا لامل ګرځي او افغانستان لېوال دی چې په بېلابېلو په ځانګړي ډول د تخنیک او کرنې برخو کې د ازبکستان له تجربو استفاده وکړي.

وروسته د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان رئیس ښاغلي امان بای اورینبایف د ازبکستان د جمهوررئیس شوکت میرضیایف د نېکو هیلو او سلامونو وړاندې کولو ترڅنګ د اسلامي امارت له مېلمه پالنې مننه وکړه او وې ویل، زموږ سیمه مختلفې منابع لري چې له ډلې یې منرالونه، سیمنټ، آهک او نفت او ګاز دي. نوموړي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه ټاکل شوې سبا په مزار شریف ښار کې د افغانستان او قره‌قالپاقستان جمهوریت ترمنځ سوداګریزه خونه پرانیستل شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د لازیاتې همکارۍ زېری وي. 

ښاغلي امان بای اورینبایف دېته په اشارې چې د قره‌قالپاقستان جمهوریت د ازبکستان د ترانسپورټ دروازه ګڼل کېږي وویل، موږ کولی شو د خامو موادو د پروسس په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړو او له نږې افغانستان سره سوداګریز روابط ولرو. 

نوموړي څرګنده کړه، قره‌قالپاقستان جمهوریت ځانګړي شرایط او امتیازات له هغې جملې سوداګرو او پانګوالو ته د مالیاتو تخفیف برابر کړي دي، د افغان سوداګرو او پانګوالو د فعالیتونو هرکلی کوو او په دې برخه کې همکاري ته چمتو یوو. 

د دې کتنې په پای کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، موږ د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو سوداګریزو، ترانزیټي، فرهنګي او ګرځندوی په ځانګړي ډول د لرغونو ځایونو او تاریخي ابداتو د لیدلو په برخه کې د دوستانه اړیکو پیاوړتیا غواړو.#