د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د مرکزي قول اردو د رئیس ارکان محترم ملا عبدالمنان محمود په شمول د اسلامي امارت له یو شمېر مجاهدینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې محترم مولوي عبدالمنان محمود د نورو په استازیتوب د مرکزي قول اردو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او مجاهدینو د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
د مرکزي قول اردو رئیس ارکان وویل، د یادې قول اردو مجاهدین شپه او ورځ د خپلو وطنوالو د امنیت د تامین په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي او د اسلامي امارت د مشرانو د هر ډول احکامو اجرا کولو ته چمتو او اماده دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال او تر هغې را وروسته د اسلامي نظام د بقا په موخه د ټولو مجاهدینو زړورتیا او سرښندنې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، هغه نظم او امنیت چې نن په هیواد کې حاکم دی د اسلامي امارت د زړورو مجاهدینو د نه ستړي کېدونکو زحمتونو او هلو ځلو پایله ده.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت به تل د مجاهدینو د مېړانې او سرښندنې قدردانی کوي.