د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي ګیلیس برتراند او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي ګیلیس برتراند وویل، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې زیاتې لاسته راوړنې لري چې د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال مخنیوی او د سرتاسري امنیت تأمین د دغو لاسته راوړنو غوره بېلګې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د راستنېدونکو مهاجرینو موضوع ته په اشارې وویل، تمه وه چې له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنېدونکي کډوال به اسلامي امارت ته زیاتې ستونزې راولاړې کړي، خو اسلامي امارت وتوانېد د مهاجرینو مسئله سمه مدیریت کړي. هغه همداراز په بېلابېلو برخو کې له راستنېدونکو سره د اروپایي ټولنې د مرستو د چمتووالي یادونه هم وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو او راستنېدونکو هیوادوالو سره د اروپایي ټولنې د مرستو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت راستنېدونکو هیوادوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له ټولو شته امکاناتو استفاده وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره، متقابل درناوي او نه مداخلې پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره نېک، حسنه او متوازن روابط غواړي او له دوی هم غواړي چې اسلامي امارت سره ورته اړېکي ولري.#