د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د افغانستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکاډا سره د مخه ښې کتنه وکړه. 

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر ښاغلي تاکویوشي کورمایا هم حضور درلود، د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ماموریت پر مهال د ښاغلي تاکاشي اوکاډا ارزښتناک خدمتونه او له افغانستان سره د هغه هیواد د خلکو او حکومت د مرستو مننه وکړه وې ویل، جاپان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوی دی او زموږ د خلکو ترڅنګ درېدلی دی. 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دېته په اشارې چې افغان ملت تل له جاپان سره د نېکو او ښو اړیکو غوښتونکی دی، په افغانستان کې د ډاکتر ناکامورا د کړنو یادونه وکړه وې ویل، نوموړی زموږ د خلکو ترمنځ ښه شهرت لري او د هغه د کړنو او فعالیتونو ستاینه کوي. 

محترم حنفي صاحب وویل، اسلامي امارت له ګاونډیو او د نړۍ ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي زیاته کړه، په هیواد کې سراسري امنیت تامین شوی او اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر ضد استفاده وکړي. 

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت په حاکمیت سره د نشه یي توکو د کر، قاچاق، تولید او استعمال مخنیوی شوی او سراسري امنیت تامین شوی، چې په نړۍ یې هم خپلې مثبتې اغېزې لرلې دي. 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال له جاپان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې په مختلفو په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج او ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي. 

په مقابل کې ښاغلي تاکاشي اوکاډا په هرات کې د وروستیو زلزلو او بغلان جومات کې د چاودنې له امله په رامنځته شویو تلفاتو خواشیني وښوده او خپل د تسلیت مراتب یې وړاندې کړل وې ویل، د سره صلیب له لارې زلزله ځپلیو ته زموږ مرستې رسېدلې دي. 

نوموړي زیاته کړه، موږ نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت د نږدې کېدو لپاره دوامداره خبرې او هڅې کړې دي او د افغانانو ترڅنګ پاتې کېږو او خپلو مرستو ته به هم دوام ورکړو. 

په دې کتنه کې، د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر ښاغلي تاکویوشي هم خبرې وکړې او وې ویل، زموږ موخه یوازې له افغانانو سره مرسته ده او غواړو د اسلامي امارت په همکارۍ دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو.