عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ١٤٤٧/١١/٣٠ د هـ ق نیټه، د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسؤلینو او اعضاوو سره چې د بهرنیو چارو وزیر، او یو شمېر نور علماء کرام او مسؤلین هم حاضر وو، وکتل.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسي عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته د قرانکریم او سنتو په رڼاکې تفصیلي وینا وکړه، د پروان او کاپیسا د علماوو شوراګانو فعالیتونه یې وستایل او زیاته یې کړه چې اوس د علماوو لپاره ښه موقع ده چې د خلکو په ښه ذهنیت جوړلو او د دیني پوهاوي په برخه کې ډیر کوښښ وکړي، همداراز یې زیاته کړه علماء کرام مکلف دي چې د مربوطه ولایت د خلکو د شرعي ستونزو په حلولو کې هڅه وکړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته په خطاب کې وویل، کوښښ وکړئ خپلمنځي اتحاد او اتفاق نور هم محکم کړئ، د علماوو اتفاق د امت د اتحاد او اتفاق سبب ګرځي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دوی ته د فقهي مجالسو اهمیت بیان کړ او زیاته یې کړه چې کوښښ وکړئ فقهي مجالس جوړ شي، په فقهي مجلسونو کې د حق اظهار کیږي، د فقهي مسائلو په ښه توګه تحقیق کیږي او د علماوو تر منځ اتفاق او محبت په کښي پیدا کیږي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، الله جل جلاله د علماءکرامو سره ډیر عظیم احسان کړی دی، چې الله پاک دیني علم ورپه برخه کړی دی، دیني علم یو مقدس صفت دی او علماء کرام په ځمکه کې د الله پاک امینان دي او د رسولانو او انبیاء کرامو علیهم الصلوة و السلام وراثت علماءکرامو ته سپارل شوی دی، ترڅو د خلکو دیني رهنمایي او لارښوونه وکړي، د تاریخ په اوږدو کې علماء کرامو د الله جل جلاله د دین او شریعت د حفاظت په لاره کې په استدلال او توره دواړو باندي قربانۍ ورکړې، د دین د نشر او د اشاعت په لاره کې یې کتابونه، رسالې، شرحي او تفسیرونه تحریر او تصنیف کړي دي او د علم نشر یې کړی دی، د الله جل جلاله د شریعت عملي کول او په عملي ډول یې په احسنه طریقه خلکو ته بیانول د علماوو مسؤلیت دی او خلکو ته د شریعت په رڼا کې لار ښوونې کول، همدا رنګه د علماء کرامو وظیفه ده چې د اسلامي امارت صادر شوي فرمانونه، خلکو ته بیان کړي، فرمانونه او قوانین دي خلکو ته ورسوي او په فرامینو دي خلک پوه کړي، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړي.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل تاسو کوښښ وکړئ د اطلاعات او کلتور وزارت اړوند د جهادي اثارو د ساتنې ریاست سره پوره همکاري وکړئ او د مجاهدینو د جهادي اثارو ساتنه وکړئ او معلومات یې ورسره شریک کړئ، د شهیدانو پر مقبرو او مشهدونو لوحې جوړي کړئ ترڅو یې یاد او تاریخ تازه وي، کتابونه او رسالې پرې ترتیب کړئ ترڅو د جهادي دور د تاریخ سره کومک شوی وي او هم د شهیدانو د قربانیو سره وفا شوې وي، د شهیدانو تاریخ او د شهادت ځایونو په ثبت کې خاصه توجه وکړئ ترڅو راتلونکي نسلونه د مجاهدینو د قربانیو تاریخ وپېژني، او کوښښ وکړئ د جهاد فضیلت او د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو د قربانیو حیثیت خلکو ته بیان کړئ، تر څو خلک خپل تاریخ هیر نه کړي.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او وي به.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی. والسلام
١٤٤٧/١١/٣٠ هـ ق