د ترافیکي چارو د ښه تنظیم او د ترافیکي پېښو مخنیوي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اړوندو ادارو د یو شمېر مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د فواید عامې وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د بهرنیو او کورنیو چارو، مالیې او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ادارې استازو هم حضور درلود.
په غونډه کې د ترافیکي چارو پر تنظیم او د ترافیکي اصولو پر رعایت هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه.
په پای کې د موضوعاتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د ترافیکي چارو د ښه والي او د ترافیکي بیروبار او پېښو د کموالي لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.#