د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د بېلابېلو ولایتونو اهل تشیع علماوو سره وکتل

د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس د بېلابېلو ولایتونو اهل تشیع علماوو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له اهل تشیع علماوو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني یادو علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د امریکا او ناټو له لوري شل کاله اشغال یوه فاجعه وه. د ولس د سرښندنو له برکته د هیواد له ازادېدو وروسته په هره برخه کې زیاتې ستونزې شته او اسلامي امارت د شته امکاناتو په محدوده کې د هغو د حل کوښښ کوي.
ورپسې محترمینو هر یوه شیخ جعفر صادقي، الحاج سیدمحمدبشیر موسوي او محترم سید حیات الله عالمي بلخابي په دې ناسته خوښي وښوده او وې ویل، موږ په بېلابېلو ولایتونو کې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره په تماس کې وو او بېلابېلې همکارۍ یې ورسره کړې دي. هغوی زیاته کړه، موږ هیڅ وخت له اسلامي امارت څخه جلا نه وو او نه هم جلا یوو.
یادو ویناوالو د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئیس سره د خپلې طرحې د شریکولو تر څنګ وویل، اوسنی اسلامي نظام د ملت غوښتنه وه. هغوی د خپلو ستونزو او غوښتنو د شریکولو پرمهال له اسلامي امارت څخه د بشپړملاتړ او همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس یادو علماوو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او امریکا د اشغال په کلونو کې په افغانستان کې ډېرې ناخوالې راغلې او د هیواد هرې سیمې، هر قوم، قشر او کورنۍ ډېرې ستونزې وګاللې. هغه زیاته کړه، زموږ غیور ملت د دواړو اشغالونو پر وړاندې په مېړانه وجنګېده او د ډېرو قربانیو په ورکولو سره یې د هیواد ازادي ترلاسه کړه.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، اسلامي امارت په ټول هیواد کې د هر قوم، سمت او فرد ستونزو ته متوجه دی او موږ په ډاګه ویلي چې خپلې ستونزې، مشورې او وړاندیزونه له موږ سره شریک کړئ او په همدې موخه مو د بېلابېلو اقشارو او ولایتونو له ا ستازو سره غونډې کړي. د دوی مشورې او وړاندیزونه مو اورېدلي او له اړوندو مسوولینو او مشرانو سره شریک کړي دي.
نوموړی وویل، اسلامي امارت د هر قوم، سمت او قشر حقونو ته درناوی لري او ټولو مسوولینو ته یې د هغو د حلولو او علی السویه له مشرانو سره د شریکولو لارښوونه کړې. هغه زیاته کړه، ستاسو په طرحه او مشورو باندې غور کېږي، له مسوولینو سره شریکېږي او د اړتیا پرمهال محترم رئیس الوزرا او عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ته هم استول کېږي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس وویل، بې اتفاقي او بې اعتمادي باید له منځه یوسوو. یو پر بل اعتماد، اتفاق، وروري او په خپلو کې همکاري باید زیاته کړو، ځکه دا هیواد زموږ او تاسو په ګډه همکارۍ ابادېږي. یو بل ته به لاس ورکوو او افغانستان به په بېلابېلو برخو کې په خپلو پښو ودرو.