د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل.

په دې ليدنه کې، د ننګرهار د هسکې مېنې قومي مشرانو وویل، د ننګرهار اوسېدونکي د تېر په څېر له اسلامي امارت سره خپل بیعت او د همکارۍ ډاډ څرګندوي او خوښ دي چې د اسلامي نظام په بریا سره په دې ولايت کې د داعش فتنه پایته رسېدلې او د بیا پيدا کېدو وېره یې له منځه تللې ده.

دغو مخورو په هسکه مېنه کې د عامه څړ ځایونو د ملکیت څرنګوالي د حل غوښتنه وکړه او خپل وړاندیزونه یې په لیکلې بڼه د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت مقام سره شریک کړل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له اسلامي امارت سره په تېر او اوس کې د ننګرهار د ولسونو له همکارۍ په مننې وویل، له مجاهدینو د ولسونو ملاتړ او د هغوی همکاري د دې لامل شوه چې اسلامي امارت بياځلي بریا ته ورسېږي او په هيواد کې اسلامي نظام حاکم کړي.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال زياته کړه، اسلامي نظام په ټولو افغانانو پورې اړه لري او ټول هیوادوال له توپیر پرته کولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي.  

مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې د هسکې مېنې دغو مخورو او علماوو ته ډاډ ورکړ چې د وړاندیزونو په اړه به یې غور وکړي.#