عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه ﷲ تعالی په کندهار کې د افغانستان د ټولو ولایتونو د فقهي مجالسو د مسئولینو، غړو او علماوو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني روزنیز سیمینار کې چې د فقهي مجالسو عمومي رئیس، د مرکزي دارالافتاء لوی رئیس، د جهادي مدارسو لوی رئیس یو شمېر نورو مسؤلینو او علماء کرامو هم برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې، د ټولو راغلو علماءکرامو د خدمتونو ستاینه یې وکړه او د سیمینار ګډونوالو ته یې د فقهي مجالسو د اهمیت او ارزښت په اړه د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې تفصیلي وینا وکړه او ویې ویل رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي، چې الله جل جلاله چاته د خیر اراده وکړي، نو هغه ته په دین کې فقاهت ورکړي، په ټولو علومو کې بهترین علم د فقهي د علم دی ځکه فقه د ﷲ تعالی د کتاب او د رسول ﷲ صلی علیه وسلم د سنتو خلاصه ده چې حلال او حرام پرې پیژندل کیږي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د فقیه عالم په اړه وویل: فقیه هغه څوک دی، چې په فرعي احکامو علم ولري، په حلال او حرام، په فرض او واجباتو، په مکروهاتو او مکروه تنزهي او په اعتقادیه احکامو علم ولري. د فقهې علماء د ﷲ جل جلاله او رسول ﷲ صلی علیه وسلم په نزد پر نورو خلکو امتیاز لري او په خلکو کې یې د خیر خلک یاد کړي دي، ﷲ تعالی یې درجه لوړه کړې ده. او فقهاء یې د مسلمانانو د خیر لپاره انتخاب کړي دي، ځکه دوی حلال او حرام او ښه او بد پیژني او خلکو ته یې نفع رسیږي او د خلکو مشکلات حل کوي.
هغه جناب د فقهي مجلسونو په اړه وویل: د علم د افادې او استفادې لپاره تګ کول جهاد فی سبیل ﷲ دی او فقې علماء د ﷲ جل جلاله د دین د اعلا لپاره تګ او راتګ کوي او مجلسونه کوي. په فقهي مجلسو کې د حق اظهار کیږي، مسائل پکې روښانه کیږي او تحقیق پکې کیږي، افاده او استفاده پکې کیږي د علماوو ترمنځ مینه او محبت پیداکیږي.
ﷲ جل جلاله علماوو ته د انبیاوو علیهم السلام وراثت سپارلی دی، چې دوی به علم زده کوي او د خلکو رهنمايي به په اخلاقو، علم او ادب کې کوي، اوس د خلکو رهنمايي او هدایت د علماوو پر غاړه ده؛ دا د علماوو مسؤلیت دی چې خلکو ته به د شریعت په رڼا کې لار ښيي، ځکه دوی د ﷲ جل جلاله لخوا مسؤل بلل سوي دي، چې دوی به خلکو ته هدایت کوي او لار به ورته ښيي اوس علماء کرامو ته د ښه خدمت زمینه برابره ده، حلالو ته حلال او حرامو ته حرام ویلای شي، نو علم زده کړئ، خلکو ته یې ورسوئ او په خلکو کې علم عام کړئ. اوس د دین د کامیابه کیدو مسؤلیت د علماوو پر غاړه دی، او دا د دوی مسؤلیت دی چې خلک په دین پوه کړي.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: یو د بل سره مخالفت ونه کړئ. د خلکو په منځ کې د اختلافاتو په ختمولو کې کوښښ وکړئ. د دنیا طمع مه کوئ، حق پټ نه کړئ، امربالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، تاسو د فقهي مجالسو علماء د عامو خلکو نماینده ګان یاست، د خلکو او د مسؤلینو اصلاح به کوئ، د خلکو درته امید دی، شریعت پر خپلو ځانو باندې عملي کړئ، ترڅو خلک تاسو وویني او ستاسو تقلید وکړي. علماء او مسؤلین دي د اسلامي امارت لخوا صادر شوي فرمانونه اول په ځان عملي کړي او وروسته دي یې خلکو ته بیان کړي، فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوئ، په فرامینو خلک پوه کړئ، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړئ.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.
۲۸/۵/۱۴۴۷ هـ ق