د خوړو او درملو بورډ غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون نن ماسپښین ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته په مجاز لېست کې د باکیفیته، موثرو او په نړیوالو معیارونو برابر د اړینو درملو او په غیرمجاز لېست کې د بې کيفيته، مضرو، په شرایطو د نابرابرو او غیرضروري درملو پر شاملولو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.