د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د کمېسيون د غړو او د خصوصي روغتونونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې، د کور او ښار جوړولو او عامې روغتيا وزارتونو او همداراز د خصوصي روغتونونو پر موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#