د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. 

په غونډه کې د نوې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د هڅونې او جذب لپاره د مالیاتي او ګمرکي معافیت د تطبیق پر لارښود بحث وشو. 

له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د دغه لارښود د لا غني کېدو په موخه تخنیکي مجلسونه ترسره او نهايي شوې بڼه یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تایید شوه. د طرحې له مخې به خصوصي سکټور د ۱۱۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړ کړي، چې لسګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې اړوندو ادارو ته یې په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله دفتر ته واستول شوې.