د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر سره وکتل

د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر رابرټ چټېرټون ډېکسن او مل پلاوي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، د برېتانیا شارژدافیر د افغانستان او برېتانیې تر منځ د اړیکو رغولو پر اړتیا او دې برخې ته د برېتانیا پر لېوالتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه، دوی د افغانانو د هوساینې په موخه له اسلامي امارت سره ګډ کار کوي.
ښاغلي رابرټ چټېرټون ډېکسن د اسلامي امارت او برېتانیا په ذیعلاقه موضوعاتو د بحثونو پر دوام ټینګار وکړ او وې ویل، برېتانیا یو بسیا او مرفه افغانستان د نړۍ په ګټه بولي او له همدې امله له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.
نوموړي اسلامي امارت ته ډا‌ډ ورکړ، چې د شته ستونزو د حل لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د افغانستان او برېتانیا اړیکو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د برېتانیا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ مثبتې او رغنده اړیکې غواړي.
محترم مولوي صاحب عبدالکبیر زیاته کړه، د اسلامي امارت د هڅو په نتیجه کې د اداري فساد او نورو ناخوالو مخه نیول شوې او په ټولو برخو کې شفافیت رامنځته شوی دی.
د رياست الوزرا کفيل او سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، په ډېرو دولتي ادارو کې د اړتیا مطابق ښځینه کارکوونکې په مناسب کاري چاپیریال کې خپلې دندې پر مخ وړي او اسلامي امارت د شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ملاتړ کوي.