د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ خصوصي شرکت له مسوولینو سره وکتل.
د یاد شرکت مسوولینو وویل، د شبرغان - الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ د برېښنا لین غځولو او د الوان دښتې د سبسټېشن د پراختیا چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي، چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هغوی همداراز زیاته کړه، د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب و جستو کان د دویم بلاک په اکتشافي چارو کې هم پرمختګ شوی او ژمن دي، چې پاتې چارې به یې د افغان او بهرنیو متخصصینو پرمټ په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغه شرکت له لوري ترسره شوې هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د یاد کان د اکتشاف ترڅنګ د سل سلنه پروسس لپاره یې د فابریکې پر جوړولو او د هغه لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابرولو چارې هم پيل کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال یاد شرکت ته له خپل لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.