د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د ګومارل شویو کمېټو کړنې، لاسته راوړنې او فعالیتونه وارزول شول.
وروسته د راستنو شویو مهاجرینو چارو ته د ښې رسېدنې د څرنګوالي او د مستحقو کډوالو د تثبیت او تشخیص او همدارنګه هغوی ته د ځمکو د وېش په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
همدارنګه د ځمکو د وېش په وړاندې د پرتو خنډونو او ځنډ پر لاملونو بحث او د حل په اړه یې پرېکړې وشوې.
د غونډې په پای کې موظف پلاوي مکلف شول چې د مستحقو مهاجرینو لېست د دایمي استوګنې کمېټې ته ورکړي چې ژرترژره دې مسئلې ته رسې
دنه وشي.