عاليقدر أميرالمؤمنين شيخ القرآن و الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په کندهار کې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د ديني جامعاتو او تخصصاتو د قضاء او افتاء څانګو د مسئولينو او فاضلانو په يوه پرتمينه غونډه کې ګډون او ارزښتناکه وينا وکړه.
په غونډه کې د ديني جامعاتو د مسئولينو او دوولس سوو تنو فاضلانو تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د مرکزي دارالافتاء رئیس شیخ الحديث مولوي خیرجان، د لوړو زده کړو وزير شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم او ګڼ شمیر نورو مسئولینو او علماء کرامو هم ګډون درلود.
په غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت زعيم عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی خپله ارزښتناکه وینا واوروله.
عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ديني جامعاتو علماء کرامو او فاضلانوته د وينا په ترڅ کې هغوی خپل درانه مسئوليت ته متوجه کړل، له خپله اړخه يې د ملاتړ ډاډ ورکړ او د اسلامي امارت د حاکميت اصلي مقصد يې د محمدي غرا شريعت نفاذ ياد کړ.
هغه جناب په خپله وينا کې د اخلاص، نيت، وحدت، اتفاق، اطاعت، د اسلامي نظام ملاتړ، پر شريعت استقامت او د ټولو حکومتي قوانينو د شرعي کولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د ديني جامعاتو د افتاء او قضاء څانګو فاضلانو ته يې په ځانګړي خطاب کې وويل:
د اسلامي نظام د اقامې لوی هدف د شرعي محاکمو او صحيح قضاء له لارې د شريعت تطبيق دی، نو تاسو بايد کوښښ وکړئ چې په افتاء او قضاء کې ښه مهارت تر لاسه کړئ، څو د مسلمانانو ښه خدمت وکړای سئ، تاسو ته به د قضاء دروند مسئوليت در سپارل کېږي، نو په پوره جرئت به شرعي فیصلې کوئ او د چا تر تأثير لاندې به نه راځئ، حتی زما تر تأثير لاندې به هم نه راځئ، په تاسو کې چې چاته د فتوی مسئوليت سپارل کېږي بايد ډېر محتاط واوسي، د افتاء اصولو ته به ډېره پاملرنه کوئ او په فتوی کې د ډېرو علماوو سره مشورې کوئ او نظرونه به يې اخلئ، کوښښ به کوئ چې د فتوی اصلي مرجع مو د متقدمينو علماوو کتابونه وي او د معاصرو علماوو فتاواوې مو د ممدې مرجع او فرعي مأخذ په توګه وي.
عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د خپلې وينا په يوه برخه کې علماء کرام متوجه کړل چې په درسي حلقاتو کې د امامت کبرا مهمې مسئلې ته پاملرنه وکړي، څو طالبان او عام مسلمانان د شرعي امامت د مهم مسئوليت او لوی اسلامي ارزښت څخه خبر شي، ځکه د شرعي امام او اسلامي نظام وجود له پېړيو څخه له مسلمانانو ورک وو، اوس چې اسلامي نظام الله تعالی قائم کړی دی بايد خاص او عام مسلمانان ورباندې خبر شي.
دغه ډول عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی په خپله وینا کې د علماء کرامو او عامو مسلمانانو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه چې د اسلامي نظام په قيام، د شريعت په تطبيق او د فرامينو په عملي کولو کې يې له اسلامي امارت سره کړې ده.
د غونډې په وروستۍ برخه کې فاضلانو ته د عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله لخوا د حنفي مذهب د مشهور او معتمد کتاب رد المحتار علی الدرالمختار درس ورکول شو او ټولو علماوو او فضلاوو د دغه تبّرک له حاصلولو وروسته د بيعت تجديد هم وکړ.
غونډه د عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی لخوا د دعاء په ويلو سره په د اسې حال کې پای ته ورسېده چې د ټولو علماوو او فضلاوو سترګې د خوښۍ او شکر له اوښکو ډکې وې. والسلام