د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او مشرانو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې راغلو علماؤ او مشرانو د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
دوی د سیمه ییزو ادارو د فعالیتونو او کړنو د څرنګوالي ترڅنګ د امنیت د تأمین، هوساینې او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د اسلامي امارت مسؤلینو او مجاهدینو څخه رضایت څرګند او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د مدرسو او ښوونځیو، روغتیایي کلینیکونو، مواصلاتي لارو او انکشافي چارو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ راغلو علماؤ او متنفذینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت مسؤلین د ټولو وطنوالو د وړاندیزونو او نظریاتو د اورېدو هرکلی کوي او په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته د خدمت ترسره کول له خپلو دندو او مسؤلیتونو څخه بولي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت مسؤلین د خپل توان په محدوده کې هڅه کوي چې د خلکو غوښتنو ته رسیدګي وکړي.#