د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د حج ملي کمېټې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د يادې کمېټې غړو او د اريانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو استازو هم حضور درلود، د روان کال د حج پروسې، سعودي عربستان ته له زونونو او مرکز څخه په خوندي ډول د حاجيانو لېږد او بېرته هيواد ته د هغوی د رالېږد او حاجيانو ته د لازمو خدمتونو برابرولو پر موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.#