د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اوو زونونو د والي صاحبانو له لوري پر وړاندې شوو موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې په هېواد کې د بېکارۍ کچې راکمولو، په هېواد کې د اقتصادي پروژو د ښه او پر وخت تطبیق، د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، د خامو نفتي موادو د تصفیې، هېواد ته د واردېدونکو درملو د مجازو اقلامو د لیست د پراختیا، د صنعتي ساحو د نقشو د ژر ویزه کولو، د امارتي ځمکو د اجارې بهیر د تنظیم او همغږۍ، د صادرېدونکو غوښو د بیو د لوړوالي او د صادراتو پراختیا او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د یادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او تصامیم ونیول شول.