عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ١٤٤٧/١٢/۲۱ هـ ق نیټه، د جهادي مدارسو مهتممینو، استادانو، د دیني خپرونو د کره کتنې مسؤلینو او د دارالایتامونو مسؤلینو چې د دیني خپرونو د کره کتنې رئیس، د جهادي مدارسو عمومي رئیس او یو شمېر نورو علماء کرامو هم په کښي برخه اخیستې وه، وکتل.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې، هغه جناب وویل، علماء کرامو ته الله جل جلاله په مخلوقاتو کې ډېر لوړ مقام ور کړی دی، عزت او شرف یې ورکړی دی او علماء کرام یې د انبياء کرامو وروسته د دین د ساتلو لپاره مقرر کړي دي، مخکي چې به د یو نبي وروسته په ځمکه کې فساد راغی نو ددغه فساد د ختمولو لپاره به الله پاک بل نبي راواستوه، نن خو علماء کرام د انبياوو عليهم السلام وارثان دي د فساد په اصلاح کې به کوښښ کوي او د جامعې اصلاح به کوي او علماء کرام به شریعت نافذوي، د منبر له لاري به د تعلیم او تعلم، د دعوت او نصیحت له لارې به د خلکو پوهاوی کوي او د ذهنونو ښه تربیه به یې کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د علم پر اهمیت او ارزښت هم رڼا واچوله او ویې ویل چې د خلکو اصلاح په علم سره ده، او د شریعت اقامه د دیني علومو په احیاء سره راځي، که د دیني علومو احیاء نه وي نو په خلکو کې د دین اقامه بیا نه راځي، نو ډیر کوښښ وکړئ د طالبانو او شاګردانو په تعلیم، تربیه او د دوی د عقیدې، فکر او ذهن جوړولو کې زیات کوښښ وکړئ، د طالبانو او شاګردانو ظاهري او باطني روزنې ته ښه توجه وکړئ او له عبثیاتو څخه یې را وګرځوئ، د تعلیم او سالم مصروفیت زمینه ورته مساعده کړئ، د مطالعې فکر په کښي پیدا کړئ او اهمیت یې ورته بیان کړئ، طالبانو ته باید دین او حدیثونه ښه ورزده شي چې هر ځای ودریږي ښه بیان وکړي.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په آخر کې وویل، غفلت مه کوئ، د خپل مقصود څخه غافل نه شئ، په ادارو کې دې مسؤلین هم له غفلت څخه ځانونه وساتي او کوښښ دې وشي په سیاسي، اقتصاي او نظامي میدانونو کې هیڅ ډول غفلت ونشي، په ټولو برخو کې د غفلت څخه ځانونه وباسئ، او نن الله جل جلاله د دیني خدمت ښه موقع په لاس درکړې ده، په اوس زمانه کې شریعت راپورته کول صبر او استقامت غواړي، د خلکو د هدایت ذریعه جوړ شئ چې کوښښ وشي د دغه موقع څخه ښه استفاده وشي، له نورو ادارو سره همکاري وکړئ، او خپلو منځونو کې یو پر بل ډېر اعتماد ولرئ، پکار ده چې علماء کرام خپل مسؤلیت په ښه توګه اداء کړي.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی. والسلام
د ١٤٤٧/١٢/۲۱