د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير نن د المپیک، بدنې روزنې او لوبو ادارې د رهبرۍ په حضور کې د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره وکتل او د هغوی بریا یې وستایله.
په دې لیدنه کې د المپیک، بدني روزنې او لوبو ادارې رئيس مولوي احمدالله وثیق او د فوټبال فدراسیون مسوولینو قاري احمدجان او محمد یوسف کارګر خبرې وکړې او وې ویل، له لوبغاړو څخه د اسلامي امارت ملاتړ د دې باعث شوی چې افغان ځوانان په نړیوالو لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
هغوی ډاډ ورکړ، افغان لوبغاړي چمتو دي چې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان نوم لوړ او ډېرې ویاړنې يې په نوم ثبت کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د مرکزي اسیا (کافا) د فوټبال سیالیو کې د افغانستان د اتلولۍ له امله د المپیک، بدني روزنې او لوبو ادارې مسوولینو او د فوټبال له ۱۷کلنو کم عمره لوبغاړو ته د مبارکي ترڅنګ زیاته کړه، اسلامي امارت د لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې افغان ولس له ۱۷کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ بریا د سوچه اسلامي او خپلواک نظام په واکمنۍ کې نمانځلې او یادونه یې وکړه، چې د لوبو په برخه کې د افغانانو بریاوې د اسلامي امارت د ملاتړ او غوره رهبرۍ له امله دي.
محترم مولوي عبدالکبیر لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، په کور دننه او بهر د لوبو پر مهال دیني او ملي ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړئ او دغه راز د اسلامي امارت پیغام په هر بهرني ډګر کې بیان کړئ.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د لوبغاړو د زیار ستاینه وکړه او هغوی يې په ډالیو ونازول.