د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ اړوند د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د نظامي اکاډمۍ په تربیتي دوره کې د مسلکي زده کړو ترڅنګ د ملي دفاع، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکمیت د اهمیت په اړه د زده کړو له امله فارغانو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې دا روحیه او زده کړه د اسلامي او لوړو افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره په عمل کې ثابته او د اسلامي نظام او خاورې له لوېشت لوېشت څخه په کلکه دفاع وکړي.
محترم ملا عبدالغني برادر د نیتونو پر اصلاح، د تقوا پر اختیارولو او د هیوادوالو پر خیال ساتلو هم ټینګار وکړ.
محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هیواد سره تعامل ته ژمن دی.
هغه ټینګار وکړ، چې د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره لازمه ده، ترڅو هیوادونه د یو او بل ارزښتونو او حریمونو ته درناوی ولري.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پانګوالو ته زېری ورکړ، چې په نږدې ورځو کې به اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکتورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.
نوموړي زياته کړه، په دې سره به له یوه لوري نوي سکتورونه پرمختګ وکړي او له بل لوري به د هیواد په اقتصادي وده او خودکفایۍ کې پام وړ اغېز ولري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي هدایات شوي چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د توزیع پروسه ګړندۍ او لازم امکانات ورته برابر کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز وویل، اسلامي امارت او ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بناء کړې دي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.
هغه زیاته کړه: «افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه؛ بلکې د زقوم ونه ده؛ د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نو مولود ماشومان به یې هېڅکله هضم نشي کړای.»
په پای کې محترم ملا صاحب له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې دې له افغانستان سره د تعامل هڅه وکړي او هغه انرژي او امکانات، چې د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف شي.#