د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د امام ابو حنیفه (رح) دارالعلوم د حدیثو دورې او د قرانکریم د حافظانو د فارغانو د دستاربندي په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال لومړی د فاضلانو او د قرآنکریم د حافظانو د فراغت په مناسبت ټول افغان ملت او په ځانګړي ډول په خپله هغوی، د هغوی استادانو او کورنیو ته د مبارکي ویلو پرمهال فاضلانو او د قرآنکریم حافظانو ته په خطاب کې وویل، دا فراغت له یو پړاو څخه بل پړاو ته د ورتګ په مانا دی او له دې وروسته به تاسو ته لوی مسئولیتونه متوجه وي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په دوام وویل، له دغه طلایي فرصت څخه چې لرئ یې خپل علم او معلومات زیات او کمال ترلاسه کړئ.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، تاسو د اسلامي ټولنې او افغان ملت راتلونکي مسئولین او رهبران یاست، کله چې د مدرس، امام او یا د ټولنې د یو خدمتګار په توګه مسئولیت درسپارل کېږي، مسئولیت منلو ته پام وکړئ، تل په سنتو عمل او له تکبر او غرور پرهېز وکړئ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې فاضلانو او د قرآنکریم حافظانو ته په خطاب کې وویل، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت د خپلې لارې څراغ وګرځوئ او د نبي صلی الله علیه وسلم په اقوالو، افعالو او سیرت عمل وکړئ او د استادانو او د دین د مشرانو ادب او درناوی پرځای کړئ چې په دنیا او اخرت کې به ستاسو د بریالیتوب لامل شي.