د هیواد بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماؤ، متنفذینو او سیمه ییزو مسؤلینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د هیواد بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماؤ، متنفذینو او سیمه ییزو مسؤلینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د هیواد بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماؤ، متنفذینو او سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل.

 

د دغې کتنې په پیل کې راغلو علماؤ، مشرانو او سیمه ییزو مسؤلینو په بېلابېلو ولایتونو کې د ټولنیز، اقتصادي او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.

 

دوی په هیواد کې د سرتاسري امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړه وې ویل، سیمه ییزغ مسؤلین خلکو ته د خدمت رسولو او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

 

دوی دغه راز د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې د بېلابېلو ولایتونو په لېرې پرتو سیمو کې د انکشافي پروژو په تطبیق سره ښوونې او روزنې، د اوبو بندونو جوړولو او خلکو ته د کار موندنې برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د زرګونو مجاهدینو د مېړانې او د افغانستان د مجاهدپروره خلکو د زحمتونو او سرښندنو په پایله کې دوباره استقرار موندلی دی.

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، سیمه ییز مسؤلین د خلکو د خدمت او دغ هغوی د ستونزو د حل په برخه کې مکلفیت لري او په دې برخه کې باید هیڅ ډول ناغېړي ونکړي.

 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د دوی وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د هیواد په ټولو ولایتونو کې د انکشافي پروژو د تطبیق، د اوبو بندونو جوړولو، ښوونې او روزنې او کاري فرصتونو د ایجاد په برخو کې خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.