‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ملي دفاع وزارت د ځانګړو کمانډویي ځواکونو فراغت غونډه کې ګډون او وينا وکړه

‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ملي دفاع وزارت د ځانګړو کمانډویي ځواکونو فراغت غونډه کې ګډون او وينا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو کمانډویي ځواکونو د شپږمې دورې ابتدایي تعلیماتو څخه د سلګونه تنو ځانګړو کمانډویي ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون او وينا وکړه. 

په دې مراسمو کې، چې د اسلامي امارت د کابينې يو شمېر غړو، د ياد وزارت ګڼ شمېر مسؤلينو او مجاهدینو هم ګډون کړی و، د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال وويل، ډېر خوشحاله یم چې نن د اسلام او هیواد ساتونکو په فراغت غونډه کې ګډون کوم. په افغانستان کې نن د یو خپلواک اسلامي نظام حاکميت د شهیدانو د قربانیو پایله ده‌. 

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ځانګړو کمانډويي ځواکونو ته په خطاب کې وويل، د سرحدونو ساتل، د شریرو عناصرو پر وړاندې درېدل ، د اسلامي نظام ساتنه او دفاع ستاسو مقدسه او اساسي دنده ده، همدارنګه د هیواد په دښمنانو غږ کوم، چې زموږ خاورې او حریم ته دې په بد نظر نه ګوري، نور دې زموږ د افغانانو حوصلې نه ازمایي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه هېچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ په خاوره تېری وکړي او موږ هر ډول تېري ته ځواب ویونکي یو. 

محترم ملا عبدالغني برادر اخند وويل، اسلامي امارت د متقابل احترام پر اساس له ګاونډيو او ټولو هيوادونو سره اړيکو ته ژمن دی.

په دغو مراسمو کې ځانګړو کمانډویي ځواکونو په هلیکوپټرو خپل هوایي مانورونه او ځمکني پوځي تاکتیکونه د لوژ له مخې په عالي نظم او لوړ مرال سره د مشرانو پر وړاندې ترسره کړل.

‏دغو ځانګړو کمانډویي قطعاتو وويل، په بشپړ عقیدوي، فکري او پوځي روزنې سمبال شوي او د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو څخه دفاع ته چمتو دي. هر يرغلګر ته به کلک غبرګون وښيي. 

‏یاد مراسم فارغو شويو کمانډویي ځواکونو ته د ستاینلیکونو په ورکولو او دعائيې سره سره پای ته ورسېدل.#