د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو  یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او د اسلامي امارت له یو شمېر مسؤلینو سره وکتل. 

په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو او علماوو په افغانستان کې د واقعي اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو غوښتنه یاده کړه او وې ویل، د اسلامي نظام د پیاوړتیا او ثبات لپاره له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

دوی د هیواد او سیمې د روانو موضوعاتو او مسایلو په اړه خپل نظریات او مشورې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او زياته يې کړه، له پوځي او سیاسي بریا وروسته اړتیا ده چې په اقتصادي او فرهنګي برخو کې هم هڅې وشي، ترڅو افغانستان پر ځان بسیا شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له یادو مشرانو او علماوو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي او مسؤلین د خلکو په خدمت کې دي. 

هغه زیاته کړه، له تېر نظام څخه اسلامي امارت ته لوږه او ناسم اقتصادي وضعيت په ميراث پاتې دی او اسلامي امارت يې د لمنځه وړلو لپاره په ټول توان هڅه کوي. 

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت له لوري په تطبیق کېدونکو اساسي پروژو سره به خلکو ته د کار زمينه پیدا او اقتصادي وده رامنځته شي.#