د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع پرون له یو شمېر شاعرانو، لیکوالانو او ژورنالیستانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې دوی له دې غونډې جوړولو په مننې وویل، لیکوالان، شاعران او ژورنالستان خلکو ته په پیغام رسولو کې مهم رول لوبولای شي او زیاته یې کړه، ځوانان نېکه اراده لري، باید په غېږ کې ونیول شي او ښه توجه ورته وشي.
دوی څرګنده کړه، دېته ته د ورته ناستو جوړول د نظام د حمایت لپاره شاعران او لیکوالان لا نور هم هڅوي. دغه راز له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته اماده یوو.
د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس دوی ته د هرکلي پر مهال څرګنده کړه، اسلامي امارت ملت ته د ښو خدماتو په وړاندې کولو کې خپله هڅه کوي او پدې اړوند هر ډول قربانۍ ته تیار دی.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، لیکوالان د ملت د سترګو او غوږونو حیثیت لري، لکه څنګه چې د اشغال په دوره کې ډېرو شاعرانو او لیکوالانو د امارت پر حمایت خپل شعرونه او مقالې ولیکلې او مجاهدینو ته یې مثبته انرژي ور بښله ترڅو په لوړ مورال او عالي روحیه د اشغال په وړاندې مبارزه وکړي؛ نو د اوس لپاره هم باید ټول شاعران سره یو لاس او داسې شعرونه ولیکي چې تفرقې او فاصلې له منځه یوسي.
نوموړي زیاته کړه، یو له بل سره باید همېشه همکار واوسو، له جزئي خبرو تېر او واحد هدف ته د رسېدو لپاره هڅې وکړو.