د رياست الوزراء اداري مرستيال د اندخوی ولسوالۍ فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال د اندخوی ولسوالۍ فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ د جامعیۀ دارالعلوم مدرسې او د دارالحفاظ عمري د درېیمې دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب والي محترم مولوي عبدالاحد فضلي، شیوخ کرامو، علماؤ او د یاد ولایت مسئولینو هم حضور درلود، په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ټولو فارغانو، د دوی کورنیو، د مدرسې مسؤلینو، علماؤ او استادانو ته مبارکي وویله او وې ویل، دیني علماء د ټولنې په اصلاح، د اسلامي ارزښتونو په ترویج او د خلکو ترمنځ د یووالي په ساتنه کې اساسي رول لري.

د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړه، د دیني علومو زده کړه په ځانګړي ډول د قران کریم حفظ او د نبوي احادیثو زده کول علماؤ ته ستر مسؤلیت ورله غاړې کوي او لازمه ده چې فارغان په اخلاص، تقوا او په خپل علم پر عمل کولو دین او ټولنې خدمت وکړي.

همداراز محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادې مدرسې د مسؤلینو او استادانو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت د علمي او دیني بنسټونو ملاتړ کوي او د تعلیمي مرکزونو ودې او پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې دوره کې ۴۴ تنه د قران کریم حافظان او د حدیثو دورې علماء په بریالي توګه فارغ شول.#