د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په پیل کې، مؤظفو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د کورنیو چارو وزارت او د احصائیې او معلوماتو ادارې پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه. 

د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه اړوندو کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې چې پایلې یې راتلونکو غونډو کې وړاندې شي.#